د پښتون سیاستوال او د سویلي وزیرستان د پخواني قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر په یوه قضیه کې یو ګواه پرلهپسې محکمې ته نه دی حاضر شوی.
د راپور له مخې، علي وزیر ویلي، که د قضیې د اورېدنې ځنډ دوام وکړي، د اعتراض په توګه به د نه خوړو هړتال پیل کړي.
د راپور له مخې، محکمې هم د ګواه پرلهپسې نه حاضرېدل د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، که په راتلونکې اورېدنه کې هم حاضر نه شي، پرېکړه به د موجودو اسنادو او شواهدو پر بنسټ کېږي.
علي وزیر اوس مهال د سند ایالت په دادو زندان کې بندي دی.


