لیک: عصمت خاورین
مبايل ژورنالېزم يا د انګليسي په اسانه اصطلاح MOJO د ژورنالېزم يو نوی فارمټ دی چې له مخې يې موږ ويديو، عکس، غږ ثبت، ايډيت او اپلوډ کولی شو. کله چې موږ د خپل مبايل په کارولو سره بشپړ خبري راپور چمتو کړو دې ته مبايل ژورناليزم وايي.
لکه څنګه چې په ټلويزويون کې تاسې خبري راپور ګورئ، د دې ډول راپور ويډيو په پرمختللو کمرو اخيستل کیږي له هغې وروسته بيا سټوډيو ته ځي هلته پروسس کيږي او بيا له تلويزيون څخه خپريږي. خو دلته بيا مبايل ژورنالېست يا خبريال يو پوره خبري راپور په خپل مبايل کې کې جوړوي او په خپلې ټولنيزې شبکې کې يې خپروي. مطلب هغه ته مبايل ژورنالېزم وايو چې د راپور اړوند ټول کارونه په يوې وسيلې ترسره شي.
نن ورخ بايد هر ژورناليست يو مبايل ژورنالېست هم وي ځکه چې د څه ستونزو له امله موږ ځيني وخت نه شو کولی په پوره ټيم سره کار وکړو.
اوس راځو چې ولې مبايل ژورنالېزم مشهور دی؟ ځکه چې نن ورځ ټولنيزې رسنۍ مشهورې دي. دغه راز د ټولنيزو رسنيو بازار دی او د رسنيو په بازار کې هغه څوک فعال وي او پرمختګ کوي چې نوې سوژې او نوې موضوعات له خلکو سره ژر شريک کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې د ژورنالېزم له نورو ډولونو سره د مبايل ژورنالېزم توپير په څه کې دی؟
لومړی خو دا چې مبايل ژورنالېزم د خبريالانو لپاره اسانه ده ځکه چې يو خو دی خپلواک وي لومړی چې ده سره درې څلور کسانو کار کوو اوس يې دی يوازې کوي. هغه پیسې يا امتياز يې څو کارکوونکو ته ورکوو اوس ده ته پاتې شوې.
دويم دا چې د خبر د خپرولو لپاره محدوديت نه شته. د دې لپاره سټوډيو، تلويزيون، راډيو او يوه ځانګړي ټاکلي ځای ته اړتيا نشته. تاسو کولی شی له هر ځای هرې سيمې څخه خپل راپور اپلوډ يا پورته کړئ.
درېیم، کولی شو هر وخت له هرې سيمې خپل راپور چمتو کړو. مثلاً پر سرک د يو بل کار لپاره روان يې، په لاره کې يوه پيښه کې کيږي، کولی شي ځای پر ځای پيښې ته انعاس ورکړې.
څلورم دا چې په کمو امکاناتو کولی شې خپل کار ترسره کړې، په مبايل ژورنالېزم کې يوازې موږ ته يو سمارټ مبايل او په هغې کې اړين سافټويرونه پکار دي. له دې پرته نه موږ ته کمره پکار ده نه کمره مين او نه هم ايډيټر.
پنځمه خبره دا ده چې دا راپور بيا تر ټولو ډېرو خلکو ته رسيږي. کله چې خپل راپور په ټولنيزو رسنيو کې خپروې نو هر څوک، هر ځای کې کولی شي هغه وګوري.
شپږم ، دا چې مبايل ژورنالېزم مو وخت نه ضايع کوي او هغه وخت چې زموږ د بل شي په راپور کې ضايع کوو مبايل ژورنالېزم دا ښه والی لري چې په کم وخت خپل کار ترسره کړو.
نو مبايل ژورنالېزم زده کول کومې کوډې نه دي. که ته ژورنالېست يې نو اړينه ده چې نورو تر څنګ مبايل ژورنالېزم هم زده کړې او همداوس خپل مبايل راواخلې او خيلې کوڅې يې پيل کړې


