نړیوال بانک: د افغانستان د حکومت بودجوي کسر ۲.۱ میلیارد افغانیو ته رسېدلی

0
70

نړیوال بانک په خپل تازه اقتصادي راپور کې ویلي، چې د روان مالي کال په ترڅ کې د افغانستان د حکومت لګښتونه د کورنیو عوایدو په پرتله په چټکۍ ډېر شوي دي.

د بانک د شمېرو له مخې، د حکومت بودجوي کسر شاوخوا ۲.۱ میلیارد افغانۍ دی، چې نږدې ۳۲.۳ میلیونه ډالرو سره برابرېږي.

راپور زیاتوي، چې په روان مالي کال کې د حکومت ټول لګښتونه شاوخوا ۱۱۳.۶ میلیارد افغانۍ ته رسېدلي دي.

د دغو لګښتونو له ډلې ۵۱.۳ میلیارد افغانۍ امنیتي برخې ته ځانګړې شوې، چې د ټولو دولتي لګښتونو شاوخوا ۴۵.۲ سلنه جوړوي.

همداراز، د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، پر زیربناوو او طبیعي سرچینو شاوخوا ۹.۴ میلیارد افغانۍ لګول شوې دي.