سهیل اپرېدي وفاقي حکومت ته د خبرو وړاندیز کړی

0
75

د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل اپرېدي وفاقي حکومت او تحریک انصاف ته د سیاسي ستونزو د هواري لپاره د خبرو وړاندیز کړی دی.

اپرېدي ویلي، د تحریک انصاف د اسلام‌اباد مارچ تر پیلېدو مخکې لا اووه ورځې وخت شته او په دې موده کې د خبرو له لارې د اختلافاتو د هواري هڅه کېدای شي.

نوموړي ویلي، تحریک انصاف یوه سیاسي ډله ده او غواړي خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي. د هغه په وینا، د عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته د انتقال، له وکیلانو او خپلوانو سره د هغه د لیدنې او د ۱۸ ګوندي کسانو د ملاقات اجازه د تحریک انصاف له غوښتنو څخه دي.

اپرېدي زیاته کړې، که په یاده موده کې د تحریک انصاف پر وړاندې کوم اقدام وشي، د ګوند پلویان ښايي له ټاکلې نېټې مخکې هم لاریونونو ته ووځي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال دي چې تحریک انصاف خپل اسلام‌اباد ته تلونکی لاریون د اکتوبر څلورمې ته ځنډولی دی. وفاقي حکومت تر اوسه د اپرېدي د دې وړاندیز په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.