په لکي مروت کې پر لوډر رکشه ډزې؛ درې کسان وژل شوي

0
74

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په عبدالخېل سیمه کې پر یوه لوډر رکشه د ناپېژاندو وسله والو په ډزو درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د شاه حسن خېل تاڼې پولیس وايي، پېښه د سپټمبر پر ۲۶مه هغه مهال شوې چې د عبدالخېل یو شمېر ځوانان د شاه حسن خېل له سیمې د کرکټ له لوبې وروسته خپلو کورونو ته روان وو.

د پولیسو په وینا، وسله والو پر رکشه ډزې وکړې چې له امله یې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې د کرکټ لوبغاړي هم شامل دي.

پولیس وايي، پر رکشه سپرو کسانو هم د وسله والو پر لور ډزې کړې دي او د یوه وسله وال د وژل کېدو راپور ورکړل شوی، خو د هغه د هویت او د پېښې په اړه نور جزئیات لا نه دي روښانه شوي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې او د برید کوونکو د موندلو هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې شاه حسن خېل سیمه په تېرو کلونو کې د وسله والو بریدونو له امله له سختو پېښو سره مخ شوې ده.