د هسپانیا د کاتالونیا سیمې د لېدا ښار شورا په ډېرو عامه ځایونو کې د داسې لباس یا څیز پر کارولو بندیز تصویب کړی چې د انسان ټول مخ پټوي.
د ښار شورا د جمعې په ورځ د ۱۶ غړو په ملاتړ، د ۱۱ مخالفو رایو پر وړاندې، د اړوند قانون بدلون تصویب کړ. په نوي قانون کې د «برقع» او «نقاب» نومونه په ځانګړي ډول نه دي یاد شوي، بلکې هر هغه لباس یا څیز پکې شامل دی چې د مخ بشپړه برخه پټه کړي.
د لېدا ښار چارواکي وايي، د دې قانون د سرغړونې په صورت کې به جریمه لګېږي. خو د قانون له مخې، په ځینو ځانګړو حالتونو کې، لکه د عبادت ځایونو کې، پر دې محدودیت استثنا شته.
لېدا ښار په ۲۰۱۰ کال کې هم په ځینو عامه ځایونو کې د بشپړ مخ پټولو پر لباس بندیز لګولی و، خو د هسپانیا سترې محکمې په ۲۰۱۳ کال کې دغه بندیز لغوه کړ. محکمې هغه مهال ویلي وو چې دا پرېکړه د مذهبي ازادۍ له حق سره تړاو لري او سیمهییزه اداره د داسې بندیز لپاره کافي واک نه لري.
د لېدا نوې پرېکړه داسې مهال شوې چې ښاروالۍ وايي، د قانون نوی متن یې د پخوانیو حقوقي ستونزو د مخنیوي لپاره په عمومي بڼه برابر کړی دی.


