د حوثیانو بریدونه؛ د سعودي، پاکستان او ترکیې د پوځونو د مشرانو بېړنۍ ناسته رابلل شوې

0
94

سعودي عربستان وايي، د سعودي، پاکستان او ترکیې د پوځونو د مشرانو د یوې بېړنۍ ناستې لپاره چمتووالی نیول شوی دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا ناسته د مکې د ګډې دفاعي هوکړې له مخې ترسره کېږي او د حوثیانو د وروستیو بریدونو په تړاو به د سعودي د ملاتړ پر لارو چارو خبرې پکې وشي.

د سعودي، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم په یوه ګډه ناسته کې د مکې مکرمې او نورو ملکي سیمو پر ضد د بریدونو په اړه خبرې کړې دي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وايي، درې واړو هېوادونو د سعودي د خپل ځان د دفاع حق هم تایید کړی دی.

حوثیانو ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې پر سعودي عربستان ګڼ شمېر توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي. د سعودي چارواکو بیا ویلي چې شپږ بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي. سعودي تر دې وړاندې په مکه مکرمې، جده او ینبع کې د بېړني حالت خبرداری هم ورکړی و.

ینبع د سره سمندر پر غاړه د سعودي عربستان له مهمو تېلو بندرونو څخه ده او د سیمې امنیتي پېښې د تېلو پر لېږد هم اغېز کولی شي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د یوه بیان له مخې، د دغه هېواد دیني چارواکو له پوځیانو غوښتي چې د حوثیانو پر وړاندې د جګړې لپاره چمتو و اوسي.

بلخوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې حوثیان د خپلو کړنو مسوول دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي چې تهران د منځګړو له لارې امریکا ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندیز استولی دی.

د عراقچي په وینا، په دې وړاندیز کې د سیمې پر بېلابېلو محاذونو د جګړې درول، د ایران پر بندرونو د بندیزونو پای ته رسول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول شامل دي. هغه ویلي چې د ایران له شرطونو سره د هوکړې په صورت کې به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي.

د سیمې وروستیو نښتو د سره سمندر او هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ امنیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د دغو لارو هر ډول اوږدمهاله ګډوډي د تېلو او نورو توکو پر نړیوال لېږد اغېز کولی شي.

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ ترڅنګ، په سیمه کې د ایران له متحدو ډلو سره تړلې نښتې هم روانې دي. په همدې ترڅ کې واشنګټن د ایران سره د سوداګریزو اړیکو لرونکو د درېیمو هېوادونو پر شرکتونو د بندیزونو د پراخولو ګامونه هم اخیستي دي.