ټرمپ: ایران نړۍ له خطر سره مخ کوي

0
76

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې پر ایران نیوکه وکړه او له هېوادونو یې وغوښتل چې د تهران د اقتصادي منزوي کولو لپاره له واشنګټن سره همکاري وکړي.

ټرمپ وویل، ایران د ده په وینا، د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د بریدونو، د اټومي وسلو د جوړولو د هڅو او د ترهګرۍ د ملاتړ له لارې نړۍ له خطر سره مخ کوي.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي. نوموړي همداراز ادعا وکړه چې د ایران پوځي او دفاعي وړتیاوې کمزورې شوې دي.

ټرمپ وویل، امریکا له ایران سره د اټومي خبرو لپاره پر اوربند هوکړې ته رسېدلې وه، خو د هغه په وینا، ایران د نورو هېوادونو پر ملکي بېړیو د بریدونو له لارې دغه هوکړه نقض کړې ده.