د بلوچستان د قلات ولسوالۍ سیمهییزې ادارې د خلکو د خوندیتوب او د امنیت د ټینګښت لپاره د ولسوالۍ له پنځو کلیو څخه د اوسېدونکو د لنډمهاله ایستلو پرېکړه کړې ده.
د قلات د ولسوالۍ ادارې په وینا، د پارود شمالي، پارود جنوبي، خلختي، خلیلي او شوکي کلیو اوسېدونکو ته ویل شوي چې د سپټمبر تر ۲۸مې خوندي سیمو ته ولېږدېږي.
ادارې ویلي، دا پرېکړه په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د سر او مال د خوندي ساتلو لپاره شوې ده.
د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي تر دې مخکې په یادو سیمو کې د عملیاتو د پیلولو اعلان کړی و.


