د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پر دوام ټینګار شوی

0
93

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډو په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه ناسته شوې چې ګډونوالو پکې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ او د هېواد د راتلونکې په تړلو پرېکړو او بهیرونو کې د هغوی د ونډې پر اهمیت خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په تعامل کې باید د بشري حقونو موضوع له بشري مرستو او نورو اړوندو خبرو سره یوځای وکتل شي. نوموړي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر موضوع ټینګار کړی دی.

په ناسته کې د بریتانیا، اسپانیا او ایرلنډ استازو هم د افغانستان د راتلونکې په اړه د ښځو د ګډون، د بشري مرستو د دوام او له اړوندو بنسټونو سره د نړیوالې همکارۍ په اړه خپل دریځونه بیان کړي دي.

د بریتانیا د ښځو او نجونو ځانګړې استازې بارونس هریټ هارمن ویلي، افغان ښځې او نجونې باید د هغو پرېکړو په بهیرونو کې ونډه ولري چې د افغانستان او د دوی پر راتلونکې اغېز کوي.

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلن مک‌انټي هم د افغانستان د بشري وضعیت یادونه کړې او د اړمنو خلکو لپاره یې د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د افغانستان واکمنې ادارې تر اوسه د دې ناستې په اړه تازه څرګندونې نه دي کړې، خو مخکې یې ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي احکامو په چوکاټ کې خوندي دي.