د بښنې نړیوال سازمان: د عمران خان خپلوان او د پي‌ټي‌اېي نیول شوي فعالان دې خوشې شي

0
97

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د کورنۍ یو شمېر غړي، چې درې خویندې یې هم پکې شاملې دي، او د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌اېي) یو شمېر فعالان نیول شوي دي.

دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي، د عمران خان د کورنۍ غړو او د پي‌ټي‌اېي فعالانو نیول د دوی د شخصي آزادۍ، د بیان آزادۍ، د ټولنې جوړولو او په سوله‌ییزو غونډو کې د ګډون له حقونو سره په ټکر کې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، یاد کسان د عمران خان سره د کورنۍ اړیکو، له پي‌ټي‌اېي سره د سیاسي تړاو او د سوله‌ییزو اعتراضونو د پلان له امله په نښه شوي دي.

سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د عمران خان خپلوان او د پي‌ټي‌اېي هغه فعالان چې د یادو لاملونو له مخې نیول شوي، سمدستي خوشې کړي.

بښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې د دغو کسانو نیول په پاکستان کې د مدني او سیاسي حقونو پر وړاندې د اوسنیو محدودیتونو په اړه اندېښنې زیاتوي.