د یونیسف د یوه تازه راپور له مخې، په پاکستان کې اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۵ لکه ماشومان په یوه کال کې د انلاین جنسي ځورونې له پېښو سره مخ شوي دي.
راپور وايي، دا ډول پېښې ډېری وخت په انلاین لوبو یا ټولنیزو رسنیو کې له عادي او دوستانه خبرو پیلېږي، خو وروسته ځینې کسان له ماشومانو د نامناسبو انځورونو غوښتنه کوي، هغوی ګواښي او یا د مخامخ لیدنې هڅه کوي.
د راپور له مخې، ۸۵ سلنه په دې پېښو کې تورن کسان د قربانیانو له پېژندل شوو کسانو څخه وو. همداراز، ۷۱ سلنه اغېزمنو ماشومانو د شرم، ټولنیزې بدنامۍ او د کورنۍ له غبرګون څخه د وېرې له امله له هېچا سره خپله تجربه نه ده شریکه کړې.
کارپوهان وايي، د موجودو قوانینو کمزوری عملي کېدل او په قانوني چوکاټ کې ځینې تشې د ماشومانو د خونديتوب پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي. په همدې حال کې، په پاکستان کې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د لاسرسي د محدودولو په اړه بحث هم روان دی.


