د تحریک انصاف او جماعت اسلامي د لاریونونو له امله اسلام‌اباد ته د داخلېدو مهمې لارې تړل شوې

0
77

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) او جماعت اسلامي د اسلام‌اباد پر لور د لاریونونو له اعلان وروسته، د خیبر پښتونخوا او اسلام‌اباد ترمنځ د تګ راتګ پر مهمو لارو امنیتي محدودیتونه لګېدلي دي.

د چارواکو په وینا، د امنیتي وضعیت له امله د «M-1» موټروې د کرنل شیر خان انټرچېنج او د «M-16» سوات اېکسپرېس‌وې ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. موټر چلوونکي بدیلو لارو ته اړول کېږي.

تحریک انصاف اعلان کړی چې د خپلو غوښتنو په ملاتړ به د سپټمبر پر ۲۷مه اسلام‌اباد ته لاریون کوي. جماعت اسلامي هم د ګرانۍ او پر نفتي توکو د محصول پر ضد اسلام‌اباد ته د لاریون په حال کې دی.

په ورته وخت کې، د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې د امنیتي تدابیرو د زیاتولو ترڅنګ ۱۴۴مه ماده هم نافذه کړې ده، چې له مخې یې په ښار کې پر غونډو، لاریونونو او ریلیو بندیز لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د مظاهره‌چیانو د ښار ته د ننوتلو د مخنیوي لپاره د اسلام‌اباد پر داخلي او بهرنيو لارو له زر څخه ډېر کانټینرونه اېښودل شوي دي.

همداراز، ویل شوي چې په اسلام‌اباد کې به د اته ډي‌اېي‌جیز په مشرۍ له ۲۲ زرو ډېر امنیتي او پولیس ځواکونه ځای پر ځای شي، په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب ترمنځ په اټک سیمه کې هم ۳۰ زره امنیتي کسان د دندو لپاره ټاکل شوي دي.

چارواکو له مسافرو غوښتي چې له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي او له سفر وړاندې د موټروې پولیسو د تګ راتګ تازه معلومات ترلاسه کړي.