د هند د کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه او د درې لوبو لړۍ یې له مخکې وګټله.
افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۵۹ منډې جوړې کړې. د افغانستان د لوبډلې پیل کمزوری و او رحمانالله ګربز له منډې جوړولو پرته وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ بیا د نورو توپ وهونکو په پرتله ښه وځلېد.
په وروستیو اورونو کې د افغانستان توپ اچوونکو راشد خان او محمد نبي په توپ وهنه کې د منډو په جوړولو کې مهمه ونډه واخیسته.
د هند د توپ وهنې پر مهال راشد خان د افغانستان له لوري تر ټولو اغېزناک توپ اچوونکی و او د هند درې لوبغاړي یې وسوځول.
هند ټاکل شوی هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو او د ۳۱ توپونو له پاتې کېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې په اوو ویکټو ماتې ورکړه.
که څه هم هند د درې لوبو لړۍ دوه پر صفر ګټلې، خو د دواړو لوبډلو ترمنځ به یوه بله شل اوریزه لوبه هم ترسره شي.


