په بلخ کې شاوخوا ۵۰ د اوړو کارخونې فعالې دي، زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې

0
27

د افغانستان د بلخ ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اوړو شاوخوا ۵۰ کارخونې فعالیت لري چې په ګډه هره ورځ د نږدې ۶۵۰۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو کارخونو کې تر ۵ زرو ډېرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

په همدې لړ کې، یوه افغان پانګه‌وال په بلخ کې د شاوخوا دوه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د اوړو نوې کارخونه جوړه کړې ده. چارواکي وايي، دغه کارخونه هره ورځ د ۲۸۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري او تر ۱۰۰ ډېرو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د اقتصادي چارو شنونکي باور لري چې په هېواد کې د اوړو د تولید د وړتیا لوړول کولی شي د وارداتي اوړو اړتیا راکمه او د کرنې او صنعت ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي‌

د دوی په وینا، د ورته پانګونو پراختیا نه یوازې د کارموندنې لپاره، بلکې د کورني تولید د زیاتوالي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره هم ارزښت لري.