د راپورونو له مخې، په یمن کې حوثي ځواکونو د حکومتي ځواکونو له شا تګ وروسته د سره سمندر پر غاړه د مخا ستراتیژیک بندري ښار او د بابالمندب تنګي د میون ټاپو کنټرول ترلاسه کړی دی.
راپورونه وايي، حوثي ځواکونه د ذباب ولسوالۍ ته هم ننوتلي او د تعز او حُدیده ولایتونو په یو شمېر سیمو کې یې د کنټرول ادعا کړې ده. په همدې مهال، حکومتي ځواکونه د بیا تنظیمېدو لپاره د عدن پر لور شاتګ ته اړ شوي دي.
حوثیانو ویلي چې د ټولو هېوادونو سوداګریزو بېړیو ته د سره سمندر له لارې د تګ راتګ اجازه شته، خو د سعودي عربستان بېړۍ ترې مستثنا دي. دې ډلې همداراز ویلي چې د سعودي پوځي اهدافو پر وړاندې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د دغو بدلونونو له امله د بابالمندب تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ کچه د پام وړ راټیټه شوې ده. دغه تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي.
بل لور ته، د راپورونو له مخې، امریکا سعودي عربستان ته له ۱۰۰ څخه ډېر پوځي سلاکاران استولي چې د استخباراتي معلوماتو او د هدفونو د پېژندنې په برخه کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې سعودي عربستان خپل ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو نللیکه هم موقتي تړلې ده. دغه نللیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د عربي ټاپووزمې له لارې تېل لېږدوي.
د سعودي او عراق چارواکو ویلي چې پر دې نللیکه برید د بېپیلوټه الوتکې له لارې شوی او برید له عراقه سرچینه اخیستې وه؛ په عراق کې د ایران پلوه وسلهوالو ډلو فعالیت کوي. د راپورونو له مخې، عراق د برید په غبرګون کې یو پوځي قوماندان هم له دندې ګوښه کړی دی.
دغه نللیکه د سعودي عربستان لپاره د تېلو د لېږد بدیله لاره ده، ځکه د هرمز تنګي له لارې د ټانکرونو تګ راتګ د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله په پراخه کچه کم شوی دی.


