پښتون ژغورنې غورځنګ: له ۹/۱۱ پېښې وروسته په پښتون مېشتو سیمو کې پوځي اقدامات لا هم روان دي

0
37

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په پښتونخوا کې ګرځبندیزونه، امنیتي پوستې، د څار بې‌پیلوټه الوتکې او لارې تړل د پښتنو پر وړاندې د دولتي زورونې څرګندې بېلګې دي.

دغه غورځنګ د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، له دغو بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې جګړې په نوم په سیمه کې پوځي عملیات زیات شول او د دوی په وینا، په پښتون مېشتو سیمو کې د پوځي اقداماتو لړۍ تر اوسه روانه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اعلامیه کې ادعا شوې چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول بنو، جاني خېلو، بکا خېلو، شمالي وزیرستان، میرامشاه، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعیل خان او وزیرستان کې وسله‌والې پېښې او د خلکو پر وړاندې بریدونه دوام لري.

د غورځنګ په وینا، په وزیرستان او ټانک کې ګرځبندیزونه د خلکو د ورځني ژوند یوه عادي برخه ګرځېدلې او د جنوبي وزیرستان په سرواکۍ ولسوالۍ کې هم څو ورځې پرله‌پسې ګرځبندیز لګېدلی و.

اعلامیه زیاتوي چې په وزیرستان او ټانک کې د څار بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پېښې هم رامنځته کېږي. غورځنګ ادعا کوي چې په دغو سیمو کې د امنیتي پوستو زیاتوالی، د خلکو پلټنې او د تګ راتګ محدودیتونه د سیمې د اوسېدونکو ستونزې زیاتې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، د خلکو د تګ راتګ لپاره ځانګړي د ننوتلو او وتلو سیستمونه بیا فعال شوي او د ټانک ـ ډېره اسماعیل خان پر سړک د لارې بدلون هم رامنځته شوی چې، د دوی په باور، د خلکو پر تګ راتګ اغېز کوي.

غورځنګ همداراز ادعا کوي چې هغه کسان چې د پښتنو د وژنو او امنیتي وضعیت په اړه نیوکې کوي، له نیول کېدو او جبري ورکېدو سره مخ کېږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې له پیل څخه ۲۵ کاله وروسته هم په پښتون مېشتو سیمو کې پوځي عملیات، ګرځبندیزونه، هدفي وژنې، جبري ورکېدل، د څار بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، امنیتي پوستې او د انټرنېټ محدودول دوام لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کړې چې د پښتون مېشتو سیمو امنیتي وضعیت او د ولس پر مدني او بشري حقونو د محدودیتونو په اړه دې جدي پام وشي.