د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي وايي، په دغه ایالت کې د وسلهوالو پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځانګړي عملیات په پرلهپسې توګه روان دي.
بګټي د دوشنبې په ورځ پر ټولنیزه شبکه «ایکس» په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په دالبندین سیمه کې د یوه عملیاتو پر مهال د ۱۲ وسلهوالو د وژلو ادعا کړې ده.
نوموړي ویلي، حکومت به له هغو کسانو سره خبرې ونه کړي چې د دولت پر ضد وسله پورته کوي او د ملکي وګړو د وژلو لامل کېږي. د هغه په وینا، هغه کسان چې د تاوتریخوالي او وسلهوال فعالیت لاره غوره کوي، له قانون سره سم به ورسره چلند وشي.
د بلوچستان اعلی وزیر ټینګار کړی چې دولت به د خپل واک او د خلکو د ځان، مال او شتمنیو د ساتنې په برخه کې جوړجاړی ونه کړي.
بګټي زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکې ادارې په ګډه د بلوچستان د امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره عملیات ترسره کوي. هغه ویلي، د وسلهوالو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې به اقدامات دوام ولري او د سولې د ګډوډولو هڅې به شنډې شي.
نوموړي په ورته وخت کې ویلي، د هغو کسانو لپاره د دولت دروازې پرانیستې دي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، خپلې وسلې کېږدي او د پاکستان د اساسي قانون له مخې سولهییز ژوند غوره کړي.
د بګټي په وینا، دغه کسان کولای شي بېرته د ټولنې له نورو برخو سره یوځای شي او د مسوولو وګړو په توګه خپل رول ترسره کړي.
هغه ویلي، د بلوچستان خلک د سولې، پرمختګ او سوکالۍ غوښتونکي دي او حکومت به د دغو موخو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


