د بلوچستان اسمبلۍ د ماشومانو د کار، روغتیايي حقونو او امنیت په اړه مهمې پرېکړې وکړې

0
51

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ په خپله وروستۍ غونډه کې د ماشومانو د کار د مخنیوي، د زېږون او روغتیايي حقونو د ساتنې، د خوندي کورونو جوړولو او د امنیت د ټینګښت په تړاو څو قانوني طرحې او پرېکړه‌لیکونه تصویب کړل.

اسمبلۍ د «بلوچستان کې د ماشومانو د ګومارنې د منع او تنظیم» د قانون د بدلون طرحه او د «زېږون روغتیايي حقونو د ساتنې او ودې» قانون تصویب کړ. د بېلابېلو ولسوالیو لپاره د خوندي کورونو د جوړولو طرحه هم د جرګې له خوا ومنل شوه.

جرګې همداراز د امنیت د ټینګښت، ترهګرۍ، توندلارۍ او ناامنۍ پر وړاندې د ملي کړنلارې د اغېزمن پلي کېدو غوښتنه وکړه. د بلوچستان د اوبو د سرچینو د سمبالښت د ۲۰۲۶ کال طرحه او د جنايي کړنلارې د قانون د بدلون اړوند طرحه د نورو څېړنو لپاره اړوندو ولاړو کمېټو ته ولېږل شوې.

د بلوچستان اسمبلۍ د تېزاب‌شیندنې د پېښو د مخنیوي لپاره هم پرېکړه‌لیک تصویب کړ او له حکومته یې وغوښتل چې د اړوندو قوانینو د لا پیاوړتیا لپاره اړین بدلونونه رامنځته کړي.

غونډه د جرګې د مشر عبدالخالق اڅکزي په مشرۍ ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د هغه د مړه شوي کم‌عمره زوی، په اسلام‌اباد کې د پاکستان د طبي علومو په روغتون کې د مړو شویو ماشومانو او د دندې پر مهال د وژل شویو امنیتي ځواکونو د غړو لپاره فاتحه واخیستل شوه.

په غونډه کې د بلوچستان پر عمومي امنیتي وضعیت هم پراخ بحث وشو. د حکومت او مخالفو ډلو غړو د امنیتي ستونزو د هواري لپاره د ګډې تګلارې او د امنیتي موضوعاتو د څېړلو لپاره د پټې غونډې غوښتنه وکړه.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د شرابو د پلورنځیو په اړه د خبرو پر مهال وویل چې دغه دوکانونه د غیرمسلمانانو لپاره دي او په پاکستان کې له جوړېدو وړاندې هم موجود وو. هغه وویل چې خپله شراب نه څښي. بګټي زیاته کړه، که کوم شراب‌پلورنځي ته د یوې ځانګړې سیمې نوم ورکړل شوی وي، حکومت به یې نوم بدل کړي او یا به یې وتړي.

د پنجګور په ولسوالۍ کې د مړو شویو کسانو د کورنیو لپاره د دندو د ځانګړې ونډې د پلي کېدو په اړه د اسمبلۍ غړي رحمت صالح بلوڅ د پام راګرځونې خبرتیا وړاندې کړه. د صوبايي روغتیا وزیر له ژمنې وروسته دا موضوع پای ته ورسول شوه.

د بندونو او ویالو په اړه د مولانا هدایت الرحمن د پام راګرځونې خبرتیا ته په ځواب کې د اوبو لګولو صوبايي وزیر وویل چې تر اوسه په بلوچستان کې ۸۸۶ بندونه بشپړ شوي او د ۲۲۳ نورو د جوړولو چارې روانې دي.

له دې وضاحت وروسته د یادې خبرتیا موضوع هم پای ته ورسول شوه.

د اسمبلۍ غونډه د سپټمبر تر درېیمې نېټې پورې وځنډول شوه.