د پنجاب په کلر سیدان کې د مدرسې د ښوونکي د وهلو له امله د ۹ کلن ماشوم د مړینې ادعا

0
61

د پاکستان د پنجاب ولايت د بکر ولسوالۍ په کلر سیدان کې یو نهه کلن ماشوم له سختو وهلو ټکولو وروسته مړ شوی دی. پولیسو د پېښې په تړاو د مدرسې د ښوونکي د تښتېدلو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، محمد فیضان چې د بکر اوسېدونکی و، شاوخوا څلور میاشتې مخکې د دیني زده‌کړو لپاره د نالا مسلمانان کلي سیمې ته تللی و. ویل کېږي چې د مدرسې ښوونکي قاري ثناءالله د هغه له کورنۍ غوښتي وو چې ماشوم دې له ځان سره د دیني زده‌کړو لپاره یوسي.

درې ورځې مخکې د مدرسې له لوري د ماشوم کورنۍ ته خبر ورکړل شو چې فیضان ناروغ شوی او د درملنې لپاره د راولپنډۍ یوه روغتون ته وړل شوی دی.

د ماشوم کورنۍ له بکر څخه راولپنډۍ ته ورسېده، خو هغه تر رسېدو مخکې مړ شوی و. کورنۍ یې مړی بېرته بکر ته یووړ او د ناروغۍ له امله یې طبیعي مړینه ګڼله.

د کورنۍ په وینا، کله چې د غسل لپاره د ماشوم جامې وایستل شوې، د هغه پر بدن د ژورو ټپونو نښې ولیدل شوې. له دې وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړ.

پولیسو مړی بېرته کلر سیدان ته ولېږداوه او د تحصیل مرکزي روغتون کې یې د مړي معاینه ترسره کړه. له معاینې وروسته مړی د ماشوم کورنۍ ته وسپارل شو.

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، د مدرسې ښوونکی قاري ثناءالله له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی او پولیس یې د موندلو هڅې کوي. د پېښې د څرنګوالي او د ماشوم د مړینې اصلي لامل په اړه لا هم پلټنې روانې دي.