د افغانستان د زابل ولایت د شاهجوی ولسوالۍ کې د یوه شخصي پانګهوال په مالي مرسته د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی سوداګریز مرکز بشپړ او د خلکو پر مخ پرانیستل شو.
د زابل د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوول مولوي حکمتالله منصور وايي، په دغه ولایت کې سوداګرو او پانګهوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د اسانتیاوو برابرولو هڅې روانې دي. نوموړي له سوداګرو او پانګهوالو وغوښتل چې په زابل کې پانګونه وکړي او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې ونډه واخلي.
د یاد سوداګریز مرکز مسوول هدایتالله صراف وايي، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د شاوخوا یو نیم کال په موده کې جوړه شوې او ټول لګښت یې ۱۸ میلیونه افغانۍ دی.
د هغه په وینا، په مرکز کې ۱۰۰ هټۍ، د اوسېدو خونې، د وچې مېوې د پېر او پلور او ساتنې لپاره لویې زېرمتونونه او سړه خونه شامل دي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د امنیتي وضعیت ښه کېدو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. د دوی په باور، د ورته سوداګریزو مرکزونو جوړېدل کولای شي د اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ خلکو ته د کار او سوداګرۍ نوي فرصتونه هم برابر کړي.


