د کرم په پاړه چمکنۍ کې جرګې د احتمالي پوځي عملیاتو پر وړاندې د سیمې نه پرېښودو پرېکړه کړې

0
53

د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ د پاړه چمکنۍ سیمې اوسېدونکو په یوې جرګه کې پرېکړه کړې چې که په سیمه کې پوځي عملیات ترسره شي، دوی به خپلې سیمې پرېنږدي.

د جرګې ګډونوالو د حکومت له لوري د احتمالي عملیاتو مخالفت هم کړی دی.

د جرګې په خپره شوې اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې د سیمې د خلکو د کورونو پرېښودو او د پوځي عملیاتو په اړه پیغام له کومې ادارې یا سرچینې وررسېدلی دی. تر اوسه د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځي چارواکو هم په پاړه چمکنۍ کې د عملیاتو په اړه کومه رسمي خبرتیا نه ده خپره کړې.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي، له بېلابېلو سرچینو ورته ویل شوي چې په سیمه کې به عملیات ترسره شي او خلک باید له خپلو سیمو ووځي.

د جرګې پر مهال ځايي مشر مفتي نور بادشاه وویل، په وروستیو شپو کې د پاړه چمکنۍ په سیمه کې د بمبارۍ له امله دوه کسان وژل شوي دي. نوموړي له حکومته د وژل شویو کسانو لپاره د تاوان غوښتنه وکړه.

هغه وویل، حکومت باید د اساسي قانون، قانوني مکلفیتونو او نړیوالو ژمنو له مخې د ولس د حقونو ساتنه وکړي. د نوموړي په وینا، په سیمه کې نه پخوا د وسلو کارخونې وې او نه اوس شته، او د ده په خبره سیمه تر پخوانیو عملیاتو وروسته له وسله‌والو پاکه اعلان شوې وه.

مفتي نور بادشاه پر ملکي وګړو د بریدونو او د هغوی د مرګ ژوبلې د پېښو د څېړنې غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د پېښو د مسوولینو د معلومولو لپاره دې یوه بې‌پرې کمېټه وټاکل شي او که څوک مسوول ثابت شول، د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي.

بل لور ته، د کرم امنیتي چارواکو لوک سجاګ ته ویلي چې په پاړه چمکنۍ کې د وسله‌والو فعالیتونه زیات شوي دي. د چارواکو په وینا، وسله‌وال د باج اخیستنې ترڅنګ پر دولتي ودانیو او امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره فعالیت کوي او د سیمې له بهر د بریدونو پلانونه هم جوړوي.

امنیتي چارواکو ویلي چې ځواکونه به د وسله‌والو پر وړاندې د اړتیا وړ اقدامات وکړي، خو په ورته وخت کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هم په پام کې نیول کېږي.

کرم د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې یوه غرنیزه ولسوالۍ ده چې له افغانستان سره اوږده پوله لري او د پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو ته څېرمه پرته ده. په دې سیمه کې تر دې وړاندې هم د وسله‌والو پر ضد پراخ پوځي عملیات شوي چې له امله یې زرګونه کسان بې‌ځایه شوي وو. په سیمه کې وخت ناوخت د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ امنیتي عملیات هم ترسره کېږي.