راولپنډۍ کې د شپږو میاشتو لپاره درې پوځي ډلې ځای پر ځای کېږي

0
62

د پاکستان وفاقي حکومت د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې په راولپنډۍ کې د امنیت او امن ساتنې لپاره د پوځ درې ډلې د شپږو میاشتو لپاره د ګومارلو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۱مه په خپره کړې خبرتیا کې ویلي، چې دا پرېکړه د پنجاب د کورنیو چارو وزارت له غوښتنې وروسته شوې ده.

د خبرتیا له مخې، د پوځ د ګومارلو موخه د احتمالي ناوړه پېښو پر مهال د امنیتي ادارو او ولسي ادارې ملاتړ، د مهمو لارو او حساسو ځایونو ساتنه او د اړتیا پر مهال د ناڅاپي امنیتي حالاتو پر وړاندې چټک غبرګون ښودل دي.

ټاکل شوې، چې یادې درې ډلې سمدستي خپلې دندې پیل کړي او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره له ولسي ادارې سره د امن ساتنې او مهمو امنیتي چارو په برخه کې همکاري وکړي.

په پوځي جوړښت کې یوه ډله عموماً له څو کوچنیو پوځي برخو جوړه وي او د هغې د سرتېرو شمېر د دندې او اړتیا له مخې توپیر کولی شي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د درېیو ډلو ټول شمېر شاوخوا ۳۶۰ تر ۴۵۰ پورې سرتېري او افسران اټکل شوی، خو د مرستندویه او اداري کسانو په ګډون دا شمېر له دې څخه لوړ هم کېدای شي.

د حکومت په خبرتیا کې د دغو ځواکونو د ګومارلو موده شپږ میاشتې ښودل شوې، خو د اړتیا له مخې د هغوی د دندو څرنګوالی د ولسي ادارې له اړتیاوو سره تړلی دی.