پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په ځانګړي ډول د سویلي پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له حکومت او امنیتي ادارو یې د خلکو د خوندیتوب لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د دغه ګوند د ولایتي دارالانشاء په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په پښین، سرانان، قلعه عبدالله، چمن، زیارت، سنجاوي، برنایي او کوټه کې د وسله والو ډلو ښکاره فعالیتونه او پر پولیسو تمځایونو بریدونه د قانون د واکمنۍ لپاره جدي ګواښ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناامنۍ دوام د خلکو ترمنځ وېره زیاته کړې او یو شمېر کسان په خپلو کورونو کې هم ځان خوندي نه احساسوي. ګوند د پولیسو او لېویز پر مرکزونو بریدونه هم غندلي او ویلي یې دي چې په دغو پېښو کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي زیانمنېږي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند ټینګار کړی چې د وسله والو ډلو او قانون ماتونکو پر وړاندې باید د «ښه او بد ترهګر» توپیر له منځه یووړل شي او له ټولو وسله والو عناصرو سره دې د قانون له مخې یو ډول چلند وشي.
ګوند له حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې په حساسو سیمو کې امنیتي تدابیر پیاوړي کړي، د عامه او دولتي شتمنیو د زیانمنېدو مخه ونیسي او خلکو ته داسې امنیت برابر کړي چې خپل ورځني فعالیتونه له وېرې پرته ترسره کړای شي.
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې د ناامنۍ دوام، د قانون د واک کمزوري کېدل او د وسله والو ډلو پراخ فعالیتونه کولای شي ټولنه د لا زیاتې ګډوډۍ او احتمالي کورنۍ جګړې پر لور بوځي.
ګوند له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د خلکو د ژوند، مال، عزت او شتمنیو د خوندي کولو لپاره له یوازېنیو څرګندونو ور هاخوا عملي ګامونه واخلي او په سیمه کې د قانون واک بېرته پیاوړی کړي.


