د افغانستان د ننګرهار ولايت د وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د خرماوو د حاصلاتو د زیاتوالي تمه لري.
د مسوولینو په وینا، تېر کال د وادي کرنیز امارتي شرکت له خرما بڼونو څخه شاوخوا ۱۹ ټنه خرما ترلاسه شوې وه، خو د سږني کال د حاصلاتو لومړنۍ اټکلونه ښيي چې د تېر کال په پرتله به تولید زیات وي.
دوی زیاتوي چې د خرماوو د بڼونو منظم ساتنه، د کرنیزو چارو پر وخت ترسره کول، د اوبو رسولو مناسب مدیریت او د اړینو تخنیکي خدمتونو وړاندې کول د حاصلاتو د زیاتوالي له مهمو عواملو څخه دي.
د شرکت مسوولین وايي، د خرماوو د حاصل د راټولولو چارې به د مېوو د پخېدو له بشپړېدو سره سم ترسره شي او هڅه کېږي چې تولید شوې خرما په مناسبه توګه راټوله، بستهبندي او بازار ته وړاندې شي.
د دوی په وینا، د ننګرهار تولید شوې خرما یوازې په دغه ولایت کې نه مصرفېږي، بلکې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي او د کورني بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه لري.
د وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین هیله لري چې د خرماوو د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ به د بڼونو د پراختیا او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د لوړولو له لارې په راتلونکو کلونو کې د دې محصول تولید لا ډېر شي.


