د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان د ستونزو د هواري لپاره د پراخو خبرو اترو د پیل وړاندیز کړی دی.
نوموړي د بلوچستان ملي ورکشاپ له ګډونوالو سره په خبرو کې ویلي، د خبرو اترو موخه د بلوچ ولس د غوښتنو او ستونزو اورېدل دي او د ستونزو د هواري لپاره باید له مشورې او ګډو خبرو کار واخیستل شي.
شهباز شریف ویلي، د بلوچستان پر طبیعي سرچینو د دغه ایالت د خلکو لومړنی حق دی او که ستونزې او ننګونې موجودې وي، باید د خبرو او متقابل تفاهم له لارې ورته حللارې ولټول شي. د نوموړي په وینا، د سرچینو عادلانه وېش او ګډه مشوره د ستونزو د کمولو مهمې لارې دي.
هغه ټینګار کړی چې د پاکستان پرمختګ هغه مهال شونی دی چې څلور واړه ایالتونه په ګډه مخته ولاړ شي.
د پاکستان لومړي وزیر همداراز ویلي، د ستونزو په نوم د وسلو پورته کول د منلو وړ نه دي. نوموړي په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ترهګریزو پېښو یادونه هم کړې او ادعا یې کړې چې د دغو پېښو تر شا د پاکستان دښمن هېوادونه لاس لري.
شهباز شریف ویلي، حکومت د کوټې او چمن ترمنځ د اېن اې ۲۵ لویې لارې د جوړولو چارې هم پر مخ وړي، خو د ده په خبره، پر دې لاره کارکوونکي مزدوران کله ناکله د بریدونو ښکار کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې په غرنیو سیمو کې کارکوونکي د بلوچستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره هڅې کوي او د خلکو ستونزې باید د خبرو او سلا مشورو له لارې هوارې شي.
شهباز شریف د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ جګړې پر مهال د پاکستان د خلکو د یووالي یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د ګوادر هوايي ډګر د چین له لوري پاکستان ته ډالۍ شوی دی.


