د پاکستان د شخړو او امنیت انستیتوت د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر روانه تګلاره نیوکه کړې او د هغې د بیا ارزونې غوښتنه یې کړې ده.
د دغه انستیتوت مشر عبدالله خان ویلي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سخته تګلاره د افغانستان د واکمنو د کمزوري کولو پر ځای د افغان ولس د پاکستان له سیاستونو او دغه هېواد څخه د لا لرې کېدو لامل ګرځي.
نوموړي ټینګار کړی چې اسلاماباد باید داسې پرېکړې ونه کړي چې د افغانستان د خلکو ترمنځ د پاکستان پر وړاندې د ناخوښۍ او کرکې د زیاتېدو لامل شي.
عبدالله خان زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنی دریځ د دغه هېواد ملي ګټو ته زیان رسولی شي او اسلاماباد باید خپله تګلاره له سره وارزوي.
په دې وروستیو کې یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو او د سیاسي ګوندونو مشرانو هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاست نیوکې کړې او د هغې د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.
ځینو پاکستاني چارواکو په خپل هېواد کې د وروستیو ناامنیو په تړاو هم د حکومت پر اوسنیو سیاستونو نیوکه کړې او هغه یې د ستونزو له لاملونو څخه بللې ده.


