حامد کرزی: د نجونو زده کړې د افغانستان د اوسني حکومت د نړیوال مشروعیت لپاره مهمې دي

0
69

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، تر هغه چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه پای ته ونه رسېږي، د افغانستان اوسنی حکومت به د نړیوال مشروعیت او پراخ نړیوال ملاتړ په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ وي.

کرزي له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې نوموړي څو ځله له اوسنیو افغان چارواکو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او ښځو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.

نوموړي ویلي، د افغانستان د پرمختګ لپاره زده کړې مهمې دي او ښځې، چې د ټولنې نږدې نیمایي برخه جوړوي، باید وکولای شي په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې خپله ونډه ولري.

کرزي زیاته کړې چې د اوسني حکومت ځینې چارواکي د ده پر اندېښنو پوهېږي او له نوموړي سره د موضوع د اهمیت په اړه موافق دي.

د هغه په وینا، د افغانستان د نړیوالې پېژندنې او مشروعیت له مهمو موضوعاتو څخه د نجونو د زده کړو بیا پیل او د ښځو لپاره د کار زمینه برابرول دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د اوسني حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته، د نجونو پر منځنیو او ثانوي زده کړو او پوهنتونونو د تګ محدودیتونه ولګېدل. پر ښځو د کار، تګ راتګ او جامو په اړه هم بېلابېل محدودیتونه وضع شوي دي.

د ملګرو ملتونو او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له خوا پر دغو محدودیتونو نیوکې شوې دي. دوی د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو د عادي کولو له مهمو موضوعاتو څخه بللی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۳.۸ میلیونه افغانې نجونې له ښوونیز بهیر څخه بهر دي. د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه د افغانستان پر اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز لري.

سره له دې چې د نجونو د زده کړو د بیا پیل لپاره نړیوالې غوښتنې شوې او په بېلابېلو هېوادونو کې خبرې ترسره شوې دي، د افغانستان اوسني حکومت تر اوسه د دغو محدودیتونو د بشپړ لرې کولو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.

کرزي د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدل هم د هېواد پر بشري وضعیت اضافي فشار بلل شوی دی.

د افغانستان اوسني چارواکو تر دې وړاندې ویلي چې د نجونو د زده کړو موضوع د هېواد کورنۍ مسئله ده او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.