د ټکټاکرې شمسو بي بي د وژنې په قضیه کې مهم پرمختګ؛ څلور شکمن کسان نیول شوي

0
61

د ټکټاکرې شمسو بي بي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د عایشه ګلیه‌منه په نوم هم پېژندل کېده، د وژنې په قضیه کې پولیسو څلور شکمن کسان نیولي دي.

د پولیسو په وینا، په نیول شویو کسانو کې دوه هغه کسان هم شامل دي چې د اصلي شکمنو په تېښته کې یې مرسته کړې ده. پولیس وايي، د ښار د څار کمرې او د پېښې ثبت شوي انځورونه د شکمنو کسانو په موندلو کې مهم رول لري.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د برید پر مهال د موټرسایکل سپرو وسله والو پر سر خولۍ اچولې وې او موټرسایکل یې د ثبت شمېرې له تختې پرته و. پولیس لا هم د هغو کسانو د نیولو هڅې کوي چې د برید اصلي عاملین بلل کېږي.

د برید څرنګوالی

د قضیې د معلوماتو له مخې، شمسو بي بي د یوه ټیلیفوني تماس وروسته له کوره ووته. نوموړې له خپلې ۱۵ کلنې خور عاصمه او خپل ورور نعمت الله سره په موټر کې روانه وه چې د ټکسلا په سیمه کې د یوه تېلو پمپ ته نږدې دوه موټرسایکل سپرو وسله والو پرې ډزې وکړې.

په ډزو کې یوه مرمۍ د شمسو بي بي په غاړه ولګېده او نوموړې سخته ټپي شوه. له ډزو وروسته موټر له کنټروله ووت او له بل موټر سره وجنګېد، چې له امله یې د هغې ۱۵ کلنه خور عاصمه هم سخته ټپي شوه.

شمشو بي بي وروسته د خپلو ټپونو له امله مړه شوه.

د نوموړې پلار فضل صاحبزاده وايي، کله چې ټکسلا روغتون ته ورسېد، د خپلې لور جسد یې په مړستون کې ولید او د هغې هویت یې تایید کړ.

د وژنې د انګېزې په اړه ادعاوې

د شمسو بي بي د کورنۍ له لوري په پولیسو کې ثبت شوې عریضې کې ادعا شوې چې نوموړې له کوثر او جاوېد، چې په شاهین نوم هم یادېږي، سره د پیسو پر سر شخړه لرله او له دغو کسانو څخه یې مخکې ګواښونه هم ترلاسه کړي وو.

کورنۍ شک څرګند کړی چې د همدې مالي شخړې له امله د هغې د وژلو پلان جوړ شوی او د برید لپاره نور کسان هم ګومارل شوي دي. پولیس د دغو ادعاوو ترڅنګ د پېښې نور اړخونه هم څېړي.

د پولیسو ځانګړې ډله د تخنیکي معلوماتو، د څار کمرې او د پېښې له ځای څخه د ترلاسه شویو نښو پر بنسټ د پاتې شکمنو کسانو د موندلو هڅه کوي. د څېړنو یوه برخه په دې هم متمرکزه ده چې د برید له اصلي عاملینو سره د تماس او د هغوی د تګ راتګ په اړه نور معلومات ترلاسه شي.

شمسو بي بي شاوخوا څلور کاله په ټکټاک کې فعاله وه او تر مړینې مخکې یې له ۱.۳ میلیونو ډېر پلویان لرل.

د هغې وژنه په راولپنډۍ او اسلام‌اباد کې د ټولنیزو رسنیو د فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.