په سره سمندر کې پر بار وړونکې بېړۍ برید؛ د درې پاکستانیانو په ګډون څلور تنه وژل شوي

0
65

د یمن په لوېدیځ کې د سره سمندر په اوبو کې پر یوې سوداګریزې بار وړونکې بېړۍ د توغندي برید شوی چې له امله یې څلور سمندري کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د یمن د ترانسپورټ وزارت ویلي، برید د باب‌المندب تنګي ته څېرمه د «تهامه» په نوم پر یوې سوداګریزې بېړۍ شوی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، په برید کې درې پاکستاني او یو اندونیزیایي سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پر بېړۍ څلور توغندي لګېدلي، چې ورپسې پکې اور بل شوی او بېړۍ ته درانه زیانونه اوښتي دي. د ژغورنې ډلې چې د بېړۍ د کارکوونکو د ژغورلو لپاره ورسېدې، پر بېړۍ یو بل توغندی هم توغول شوی دی.

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د څار ادارې هم ویلي چې د یمن د المخا ښار ته څېرمه یوه بار وړونکې بېړۍ په نښه شوې او په پېښه کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه حوثیانو د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.