د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تهران ته تللی او له ایراني بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدلي

0
63

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران د لوړپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې کتلي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس «ارنا» د راپور له مخې، د نقوي سفر د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په ترڅ کې ترسره کېږي. د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د تهران په هوايي ډګر کې د پاکستاني چارواکي هرکلی کړی دی.

پاکستان په دې وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د منځګړیتوب رول ولوبوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له دې وړاندې هم څو ځله ایران ته تللی او له ایراني مشرانو او چارواکو سره یې د سیمې د امنیت او د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران او امریکا ترمنځ نښتې چې د پاکستان په منځګړیتوب د یوې هوکړې له مخې د لنډې مودې لپاره درېدلې وې، تېره میاشت بیا پیل شوې دي. واشنګټن پر تهران تور لګولی چې د هرمز تنګي په سیمه کې یې سوداګریزې بېړۍ په نښه کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هرې احتمالي سولې هوکړې په بدل کې له ایران څخه د تاوان غوښتنه کوي. نوموړي دغه غوښتنه د هغو بریدونو او مرګ‌ژوبلې په تړاو کړې چې امریکا یې د ایران له ملاتړ سره تړلې بولي.

ایران بیا ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید امریکا د جګړې تاوان ورکړي.

ټرمپ تېره اوونۍ ایران ته د سختو بریدونو خبرداری ورکړی و، خو وروسته یې په څرګندونو کې نرمي راوسته او ویې ویل چې ښايي د سولې هوکړې ته نږدې شوي وي.

د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو په لړ کې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني هم تېره میاشت اسلام‌اباد ته تللی و او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي وو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر او محسن نقوي د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان په دیپلوماتیکو هڅو کې ونډه اخیستې ده.

اسلام‌اباد وايي، د سیمې د لا پراخې جګړې د مخنیوي لپاره د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې د ستونزو حل تر ټولو مناسبه لار ده او پر ټولو لورو یې د زغم او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.