د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره د چلند لپاره واشنګټن درې تګلارې لري، چې د ایران د کمزورۍ څارنه، پرې سخت فشار راوستل او اقتصادي فشار زیاتول پکې شامل دي.
ټرمپ د سهشنبې په ورځ ویلي، ایران له اقتصادي ګډوډۍ سره مخ دی او امریکا به د تهران د کمزورۍ کچه وڅاري او د اړتیا په صورت کې به پرې سخت فشار راوړي.
نوموړي تر دې مخکې ویلي وو چې د هرمز تنګي بشپړ کنټرول د امریکا د سمندري ځواکونو په لاس کې دی او ادعا یې کړې وه چې په دغه مهمه سمندري لار کې یې د ایران اېښودل شوي سمندري ماینونه لرې کړي دي.
ټرمپ همداراز ویلي چې امریکا به له ایران څخه د هغو زیانونو په بدل کې د پیسو غوښتنه وکړي چې د نوموړي په وینا، ایران یې د جګړو، بریدونو او لاریونونو پر مهال د خلکو د مرګژوبلې له امله مسوول دی.
هغه ویلي، دغه غوښتنه به له ایران سره په راتلونکو خبرو کې هم شامله وي او د هغو کسانو د کورنیو لپاره به د تاوان غوښتنه وکړي چې د ده په وینا، د ایران د اقداماتو له امله وژل شوي دي.
ټرمپ د امریکا پر «کول» جنګي بېړۍ د ۲۰۰۰ کال برید ته هم اشاره کړې، چې پکې ۱۷ امریکايي سمندري سرتېري وژل شوي وو. دغه برید د القاعدې له ډلې سره تړاو ورکړل شوی و، نه له ایران سره.
بل لور ته ایران ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ لپاره د نویو لارو د ټاکلو په اړه وروستۍ هوکړې ته نږدې شوی، خو ټینګار یې کړی چې د تنګي له پرانیستلو مخکې باید د امریکا له لوري ځینې شرطونه ومنل شي.
د ایران له لوري یاد شوي شرطونه د تاوان ورکول، د بندیزونو لرې کول او د پوځي ګواښونو پای ته رسول دي.
ایران د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، چې د امریکا او اسرائیل جګړه پرې پیل شوې، د هرمز تنګی په عملي ډول تړلی ساتلی دی. دغه وضعیت د تېلو پر بیو او نړیوال انفلاسیون اغېز کړی دی.
تر جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د تېلو او مایع طبیعي ګازو لېږد د هرمز له تنګي څخه تېرېده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایي له وروستیو څرګندونو وروسته د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.


