بلوچستان کې د موبایل انټرنېټ خدمتونه لا هم بند دي؛ امنیتي عملیات دوام لري

0
58

په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره هممهاله د موبایل انټرنېټ خدمتونه بند شوي او د ولایت په بېلابېلو سیمو کې امنیتي ځواکونه د تلاشیو او عملیاتو په ترسره کولو بوخت دي.

د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د کورنیو چارو ادارې د پاکستان له مخابراتي ادارې څخه غوښتي وو چې په ټوله صوبه کې د موبایل د ۲جي، ۳جي او ۴جي انټرنېټ خدمتونه په موقتي ډول وځنډوي.

د یادې غوښتنې له مخې، د انټرنېټ د بندېدو ټاکلې موده د اګست له نهمې نېټې څخه د اګست تر لسمې سهار اوو بجو پورې وه، خو د ټاکلي وخت له تېرېدو وروسته هم په ډېرو سیمو کې د موبایل انټرنېټ خدمتونه بېرته نه دي فعال شوي.

په خپرو شویو رسمي معلوماتو کې یوازې د موبایل انټرنېټ د بندولو غوښتنه شوې ده. په دغو معلوماتو کې د موبایل د غږیزو اړیکو یا زنګونو د بندولو یادونه نه ده شوې. له همدې امله دا مهال د دې ادعا لپاره رسمي تایید نشته چې ګواکې په ټوله بلوچستان کې د غږیزو او انټرنېټي خدمتونو بشپړ بندیز لګېدلی دی.

بل لور ته، په کوټه او د بلوچستان په ځینو نورو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د پوستو، تلاشیو او د موټرو د پلټنې راپورونه هم ورکړل شوي دي. د راپورونو له مخې، د اګست له نهمې نېټې راهیسې په کوټه او ځینو نورو سیمو کې د موبایل شبکې او انټرنېټ خدمتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

پاکستانۍ دولتي راډیو هم ویلي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې د «ردالفتنه-۳» په نوم عملیاتو ته دوام ورکوي. د حکومتي معلوماتو له مخې، په مستونګ، بولان، واشک، اواران، سبي، خضدار، هرنایي او نوشکي کې د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

د وسله‌والو د وژل کېدو دغه شمېر تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

چارواکو تر دې دمه په څرګنده توګه نه دي ویلي چې د موبایل انټرنېټ اوسنی بندښت د کوم ځانګړي پوځي عملیاتو لپاره شوی دی. خو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو، تلاشیو او موجودو امنیتي اندېښنو له امله داسې ښکاري چې د انټرنېټ د خدمتونو ځنډول د امنیتي تدابیرو له ډلې څخه دی، نه د عادي تخنیکي ستونزې له امله.