د پاکستان په بلوچستان کې د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د نیشنل بانک په ګډون د یو شمېر بانکونو څو څانګې د یوې اوونۍ لپاره تړل شوې دي.
د نیشنل بانک اړوند چارواکو ویلي، چې په واشک، دالبندین، مستونګ، نوشکي او ځینو نورو سیمو کې د دغه بانک څانګې د اګست له اتمې نېټې څخه د یوې اوونۍ لپاره تړل شوې دي.
د چارواکو په وینا، د څانګو د تړلو پرېکړه په دغو سیمو کې د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته شوې او اړوند امنیتي او دولتي ادارې هم په دې اړه خبر شوې دي.
د بانکي خدمتونو د بندېدو له امله خلک د نغدو پیسو په ترلاسه کولو او نورو مالي چارو کې له ستونزو سره مخ شوي دي. دولتي کارکوونکي او تقاعد اخیستونکي د معاشونو او تقاعد د پیسو د ترلاسه کولو له ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې زدهکوونکي هم د ښوونځیو او پوهنتونونو د فیسونو په ورکړه کې له خنډونو سره مخ شوي دي.
د بانکونو تړل کېدو سوداګرۍ هم اغېزمنې کړې دي. په ځینو سیمو کې خلک اړ شوي چې د خپلو بانکي چارو د ترسره کولو لپاره اوږده سفرونه وکړي او نورو ښارونو ته ولاړ شي.
د تړل شویو بانکي څانګو یو شمېر د افغانستان او ایران له پولو سره نږدې سیمو کې دي. په دغو سیمو کې له دواړو هېوادونو سره سوداګري ترسره کېږي او د بانکي خدمتونو محدودېدو د سوداګرو پر مالي راکړه ورکړه اغېز کړی دی.
د بانکي خدمتونو ترڅنګ پر لویو لارو د تګ راتګ د ستونزو له امله هم د سیمې سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي دي. د ځینو معلوماتو له مخې، یو شمېر پانګهوال هڅه کوي خپلې سوداګریزې چارې او پانګه نورو سیمو ته ولېږدوي.
په بلوچستان کې تر دې مخکې هم په مستونګ، قلات، سوراب، نوشکي، دالبندین او خضدار کې پر بانکونو د بریدونو، لوټلو او سوځولو پېښې شوې دي.
د دغو پېښو له امله په ځینو سیمو کې له نورو ځایونو څخه ورغلي بانکي کارکوونکي هم د امنیتي اندېښنو له کبله د خپلو دندو د ترسره کولو له ستونزو سره مخ شوي وو.


