د پاکستان پوځ: له ښې حکومتولۍ پرته د هېواد ستونزې نه شي هوارېدای

0
81

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي آر) مشر ډګر جنرال احمد شریف چوهدري وایي، په هېواد کې د ستونزو د هواري او د امنیت د ټینګښت لپاره اغېزمنه او ښه حکومتولي اړینه ده.

نوموړي د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اداري جوړښت او نویو صوبو په اړه وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی.

د پوځ ویاند ټینګار وکړ چې د ښې حکومتولۍ له شتون پرته د هېواد ستونزې نه شي حل کېدای. د نوموړي په وینا، د ملي عمل پلان ۱۴ مادې لري چې ټول سیاسي ګوندونه پرې هوکړه لري او د هېواد د امنیت لپاره د اغېزمنې حکومتولۍ پیاوړتیا مهمه ده.

احمد شریف چوهدري وویل، که ستونزې پرله‌پسې پاتې کېږي، نو د حکومتولۍ د ښه کولو لپاره لا ډېرو اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي. هغه زیاته کړه چې د هېواد چارې باید د اساسي قانون او قوانینو له مخې پر مخ یووړل شي.

د نوموړي په وینا، د «پیاوړې دولت» مانا دا نه ده چې پوځ دې د دولت چارې پر مخ یوسي، بلکې موخه یې دا ده چې دولتي چارې د اساسي قانون او قانون له مخې تنظیم شي.

هغه وویل، د دولت وفاداري د ټولو ګډ مسوولیت دی، ځکه د دولت له شتون پرته سیاست هم نه شي پاتې کېدای. د هغه په وینا، پاکستان د ټولو خلکو لومړنی او وروستی ملي هویت دی.

د امنیتي عملیاتو او تلفاتو شمېرې

د ای ایس پي آر مشر ادعا وکړه چې پاکستاني امنیتي ځواکونه د وسله‌والو پر ضد پراخ عملیات ترسره کوي. د هغه په وینا، د روان کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې له ۴۰ زرو ډېر استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات شوي او په ترڅ کې یې ۲ زره او ۸۴ وسله‌وال وژل شوي دي.

نوموړي وویل، په همدې موده کې ۸۱۹ امنیتي سرتېري او ۳۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وینا، تر ټولو ډېر عملیات په بلوچستان کې شوي، چې شمېر یې له ۳۱ زرو اوښتی، په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې له ۷ زرو ډېر ورته عملیات ترسره شوي دي.

احمد شریف چوهدري ادعا وکړه چې د روان کال په ترڅ کې په ټول پاکستان کې ۳۱۴۵ ترهګریزې پېښې ثبت شوې دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې ۱۹۷۱، په بلوچستان کې ۱۱۴۸ او د هېواد په نورو برخو کې ۲۰۹۱ پېښې ثبت شوې دي.

هغه ادعا وکړه چې په ډېرو دغو پېښو او چاودنو کې افغان وګړي ښکېل بلل شوي، خو د دغې ادعا لپاره یې په خبري غونډه کې د شواهدو جزیات وړاندې نه کړل.

د پاکستان د پوځ ویاند همداراز وویل، په بلوچستان کې د ناامنۍ د پراخوالي په اړه د داسې انځور جوړولو هڅې کېږي چې ګواکې دغه ایالت د حکومت له کنټروله وتلی دی.

نوموړي وویل، له وسله‌والو سره به خبرې ونه شي؛ د هغه په وینا، وسله‌وال باید خپلې وسلې کېږدي، که نه نو امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د ملکي وګړو او بنسټونو زیان

د ای ایس پي آر مشر وویل، د روان کال له پیل راهیسې ۱۷۸ ملکي وګړي وژل شوي دي. هغه ادعا وکړه چې وسله‌والو په ۲۴ ځایونو کې پلونه او سړکونه زیانمن کړي او په ۶۰ ځایونو کې یې اورونه بل کړي دي.

د هغه په وینا، دغه کړنې د نوموړي په باور د پرمختګ ضد تګلارې او د محرومیت د احساس د پراخولو هڅې څرګندوي.

احمد شریف چوهدري ادعا وکړه چې په بلوچستان کې ځینې نجونې د ذهني اغېز او تېر ایستلو له لارې د وسله‌والو فعالیتونو لپاره کارول کېږي. هغه وویل، دا ډول کړنې د اسلام او سیمه‌ییز کلتور له اصولو سره تړاو نه لري.

د ورکو کسانو په اړه د پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل، د ورکو کسانو شمېر کله ۱۰ زره او کله ۲۰ زره ښودل کېږي، خو د دې موضوع د څېړنې لپاره یو کمېسیون جوړ شوی او خلکو خپلې غوښتنې هم ورسره ثبت کړې دي.