محسن نقوي: د پاکستان اوسنی اداري جوړښت اصلاحاتو ته اړتیا لري

0
79

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د دغه هېواد اوسنی حکومتي او اداري جوړښت د اغېزمنې ادارې لپاره له ستونزو سره مخ دی او د نویو صوبو جوړول د وخت له اړتیاوو څخه دي.

نقوي ټینګار کړی چې د نویو صوبو د جوړېدو او اداري بدلونونو په اړه باید پرېکړې د ټولو سیاسي ګوندونو ترمنځ د پراخې ملي هوکړې له لارې وشي.

نوموړي ویلي، د واکونو وېشل او د نویو اداري واحدونو رامنځته کول کولای شي د حکومتولۍ چارې لا ښې او اغېزمنې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز ویلي، د دغه هېواد ځوانان د لنډمهاله مرستو پر ځای د خپلو وړتیاوو له مخې د کار زمینه او د عادلانه نظام غوښتونکي دي.

د نقوي څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په پاکستان کې د نویو صوبو د جوړېدو او اداري جوړښت د بدلون بحثونه یو ځل بیا تود شوي دي.