کوټه: د کان‌چاودنې د ۳۲ وژل شویو کسانو له ډلې ۸ د یوې کورنۍ وو

0
84

د بلوچستان د کوټې ښار اړوند د سورینج په سیمه کې د میتان ګاز د چاودنې له امله په یوه سکاره کان کې بند پاتې ۳۴ کان‌کېندونکو څخه د ۳۲ کسانو مړي را ایستل شوي، خو د دوو نورو د موندلو لپاره د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.

د معلوماتو له مخې، پېښه د جولای پر ۳۰مه د ماسپښین شاوخوا دوې بجې د سردار عثمان جوګېزي د سکرو شرکت اړوند د علي ورور په کان کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د میتان ګاز چاودنه وشوه او ۳۴ کان‌کېندونکي د کان دننه بند پاتې شول.

د ژغورنې په عملیاتو کې د کانونو د ادارې د ژغورنې ډلې، د کانونو د مشر پلټونکي، سیمه‌ییزو کان‌کېندونکو، د پاکستان متحدې کارګرې فدراسیون غړو او رضاکارانو برخه اخیستې ده. د پاتې دوو کان‌کېندونکو د موندلو لپاره د ژغورنې چارې دوام لري.

ویل کېږي، په پېښه کې د وژل شویو کسانو ډېری د خیبر پښتونخوا د سوات او شانګلې اوسېدونکي دي. د شانګلې د پیراباد کلي ۲۲ کسان هم په همدې کان کې پر کار بوخت وو.

د پېښې په قربانیانو کې د یوې کورنۍ درې وروڼه، یو تره او څلور د تره یا ماما زامن هم شامل دي، چې له امله یې د دغې کورنۍ ګڼ غړي په یوه پېښه کې وژل شوي دي.

د پاکستان متحدې کارګرې فدراسیون د بلوچستان څانګې مسوولینو او غړو د پېښې له رامنځته کېدو راهیسې د ژغورنې په عملیاتو کې له سیمه‌ییزو کان‌کېندونکو او رضاکارانو سره همکاري کړې ده. دوی د قربانیانو له کورنیو سره هم د مرستې او ملاتړ لپاره په سیمه کې حضور لري.

دغه فدراسیون د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د وژل شویو کان‌کېندونکو له کورنیو سره یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

فدراسیون له حکومت او د کانونو له ادارې غوښتي چې د کان‌کېندونکو د خوندیتوب لپاره اغېزمن تدابیر پیاوړي کړي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي او د کارګرو ژوند خوندي پاتې شي.