د افغانستان د هرات ولايت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د زندهجان ولسوالۍ له یوه کان څخه ایستل شوې تورې ډبرې د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت امریکا ته صادرې شوې دي.
د چارواکو په وینا، دغه ډبرې د صدف سرد شرکت له لوري له کان څخه تر راایستلو، چمتو کولو او بستهبندۍ وروسته د امریکا بازار ته لېږدول شوې دي.
د هرات د والي ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي ویلي، په صادره شوې جوپه کې د لوړ کیفیت تورې ډبرې شاملې دي چې د نړیوالو بازارونو د غوښتنو له مخې چمتو شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، د دغو ډبرو صادرات کولی شي د افغانستان د کانونو د تولیداتو لپاره د بهرنیو بازارونو د موندلو لړۍ پراخه کړي او د هېواد معدني سرچینې نړیوالو پېرېدونکو ته ور وپېژني.
اقتصادي شنونکي باور لري چې بهرنیو بازارونو ته د افغانستان د معدني توکو د رسېدو زیاتېدل د پانګونې، کارموندنې او صادراتي عوایدو د لوړولو لپاره د نویو فرصتونو لامل کېدای شي.
زندهجان ولسوالي د ودانیزو او سینګاریزو ډبرو له زیرمو څخه برخمنه سیمه بلل کېږي او د سیمې تورې ډبرې د کلکوالي، کیفیت او طبیعي بڼې له امله د بازار لپاره د پلور وړتیا لري.


