د بلوچستان په نوشکي کې د امنیتي اندېښنو له امله درې ورځنی ګرځبندیز

0
66

د بلوچستان حکومت په نوشکي ولسوالۍ کې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله د درېیو ورځو لپاره ګرځبندیز لګولی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ګرځبندیز د جولای پر ۲۸مه د شپې په ۸ بجو پیل شوی او د جولای تر ۳۱مې د شپې تر ۸ بجو پورې به دوام وکړي.

چارواکي وايي، دا پرېکړه د پاکستان د جزا قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې شوې ده. د ګرځبندیز په موده کې به د ولسوالۍ دننه د خلکو پر تګ راتګ او له خپلو کورونو څخه پر وتلو محدودیتونه لګېدلي وي او خلک به د ولسوالۍ د ادارې له اجازې پرته د تګ راتګ اجازه ونه لري.

د پرېکړې له مخې، پر عامه غونډو، لاریونونو او غیر اړینو سفرونو هم بندیز لګېدلی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د نوشکي مرستیال کمېشنر کولای شي د اړوندو امنیتي ادارو په سلا ځینو کسانو ته له ګرځبندیز څخه د تېرېدو اجازه ورکړي. په دې ډله کې دولتي کارکوونکي، بېړني روغتیايي کارکوونکي، د ژغورنې ادارو غړي، د عامه خدمتونو اړوند کسان او هغه کسان شامل دي چې د عامه اړتیاوو له امله تګ راتګ ته اړ وي.

د وزارت په وینا، د ولسوالۍ د استخباراتي همغږۍ کمېټې په خپل راپور کې د جولای پر ۲۸مه د نوشکي پر لوېدیځې څنډې د ایف سي پر امنیتي پوسته د شوي برید یادونه کړې ده. چارواکي وايي، له دې پېښې وروسته د سیمې امنیتي وضعیت حساس بلل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، پر امنیتي ادارو، مهمو دولتي ودانیو او د این–۴۰ ملي لویې لارې د احتمالي بریدونو د ګواښ د زیاتېدو له امله د ګرځبندیز پرېکړه شوې ده.

د بلوچستان حکومت وايي، د دې اقدام موخه د خلکو، دولتي او شخصي شتمنیو او د لارې د مسافرو د خوندیتوب لپاره د امنیتي تدابیرو پیاوړي کول دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو له مخې، د اګست په میاشت کې د احتمالي وسله‌والو بریدونو ګواښ د زیاتېدو اټکل شوی دی.

د چارواکو په وینا، په نوشکي کې درې ورځنی ګرځبندیز د همدې اندېښنو له امله د احتیاطي امنیتي اقدام په توګه لګول شوی دی.