د افغانستان روغتيا وزارت: د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۶۴۱ زیړي ناروغانو درملنه شوې

0
85

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو روغتیايي مرکزونو کې ۳۶۴۱ هپاتایټس ناروغانو ته د درملنې روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو ناروغانو کې ۲۳۵۵ د هپاتایټس «بي» او ۱۲۸۶ د هپاتایټس «سي» ناروغان شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د هپاتایټس نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي او مخنیوي په موخه غونډه جوړه کړې ده.

د وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په دې غونډه کې ویلي چې د هپاتایټس د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی مهم دی او اړوندې ادارې باید د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مشر ډاکټر حیدر خان حیدر ویلي، اوس مهال د هېواد په ۱۹ روغتیايي مرکزونو کې د هپاتایټس د تشخیص، مخنیوي او درملنې خدمتونه وړاندې کېږي.

د نوموړي په وینا، د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته د ۳۵۰۰ ناروغانو لپاره درمل هم برابر شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د هپاتایټس په اړه د مشورې او عامه پوهاوي پروګرامونه د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې روان دي.

وزارت زیاتوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې په برخو کې له روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او یو شمېر نورو دولتي ادارو سره همکاري روانه ده.