د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، د پاکستان له پوځ او سرتېرو سره شخصي اختلاف نه لري، بلکې نیوکه یې د هغو کسانو پر تګلارو ده چې د هېواد امنیتي پالیسۍ جوړوي. نوموړي ټینګار کړی چې د شهیدانو قربانۍ او مقام ته بشپړ درناوی لري.
مولانا فضل الرحمان د جولای په ۱۹مه په اسلاماباد کې د جمعیت علماء اسلام د وکیلانو کنونشن ته د وینا پر مهال وویل، د قرآن او سنتو د زدهکوونکي په توګه د شهید مقام او ارزښت ښه پېژني او هېچا ته دا حق نه ورکوي چې په دې اړه ورته درس ورکړي. د هغه په وینا، د هېواد لپاره د سرښندونکو درناوی د هر مسلمان او هر وګړي دنده ده.
هغه وویل، د ده وروستۍ څرګندونې په قصدي ډول ناسمې تعبیر شوې او د سیاسي مخالفت له امله هڅه شوې چې د ده دریځ او شخصیت زیانمن کړي. د نوموړي په خبره، د خبرو د ناسم تعبیر موخه دا وه چې عام خلک، رسنۍ او د شهیدانو کورنۍ ګمراه شي.
د جمعیت مشر زیاته کړه، پاکستان یو اداري نظام لري او هره اداره خپلې ځانګړې دندې او صلاحیتونه لري. د هغه په وینا، پوځیان د ټاکل شویو پالیسیو له مخې خپلې دندې ترسره کوي، نو ځکه یې اختلاف له سرتېرو سره نه، بلکې له هغو کسانو سره دی چې د امنیتي تګلارو پرېکړې کوي.
مولانا فضل الرحمان وویل، که د هېواد پر پالیسیو نیوکه جرم ګڼل کېږي، بیا به هم خپل نظر په درناوي څرګندوي او له خپل دریځ څخه به نه اوړي.
هغه ادعا وکړه چې جمعیت علماء اسلام هم د هېواد د امنیت او ثبات لپاره درنې قربانۍ ورکړې دي. د نوموړي په وینا، د ګوند له مشرانو، دیني عالمانو، مدرسینو او غړو څخه له دوه سوه څخه ډېر کسان وژل شوي دي. هغه د مولانا حسن جان، مولانا نور محمد او مولانا معراج الدین په ګډون د یو شمېر وژل شویو علماوو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دغو قربانیو هومره درناوی نه دی شوی، لکه څنګه چې باید شوی وای.
د نوموړي په وینا، په باجوړ کې په یوه برید کې یې د خپلو لسګونو ملګرو جنازې پورته کړې او لا هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تاوتریخوالي له امله د ګوند غړي او دیني عالمان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
مولانا فضل الرحمان اعلان وکړ چې د خپل دریځ د روښانه کولو لپاره به د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې ولسي غونډې او کنونشنونه جوړ کړي او خپل پیغام به خلکو ته ورسوي.
هغه دا غوښتنه هم رد کړه چې ګواکې باید له خپلو څرګندونو بښنه وغواړي. د ده په وینا، که چا یې خبرې ناسمې تعبیر کړې او د هغه او د ګوند پر ضد یې تبلیغاتي کمپاین کړی وي، نو بښنه باید هماغه کسان وغواړي.
مولانا فضل الرحمان د خپلو خبرو په پای کې وویل چې د پاکستان د پوځ د شهیدانو، د جمعیت علماء اسلام د غړو او د هېواد د ټولو هغو کسانو قربانیو ته درناوی لري چې د هېواد لپاره یې سرښندنه کړې ده، او زیاته یې کړه چې د هر ډول قربانۍ سپکاوی د منلو وړ نه دی.
د یادونې ده چې د مولانا فضل الرحمان وروستیو څرګندونو په پاکستان کې سیاسي غبرګونونه راپارولي دي. د حکومت ځینو غړو او سیاسي مخالفانو پرې نیوکې کړې، خو نوموړی وایي چې پر خپل دریځ ولاړ دی او له خپلو څرګندونو به نه په شا کېږي.


