د زورونې ذهنیت

0
104

لیکوال: داود جبارخیل

په دې عمل کې هېڅ جنسي خوند یا شهواني موخه شامله نه وي. دا یوازې د جنسي غوښتنې او شهوت موضوع نه ده. د ښځو د جامو پاروونکې بڼه هم ورسره تړاو نه لري، ځکه چې نږدې نوي سلنه هغه نجونې او ښځې چې هدف ګرځي، په برقعه یا چادرۍ کې وي. په حقیقت کې د هغوی څېره، ښکلا، د بدن جوړښت او لباس هم چندان اهمیت نه لري.

د موټرسایکل پر مهال د یوې ښځې بدن ته لاس ور وړل د ځینو کسانو لپاره یو ډول ساعتېري او ماجراجويي ده. په دې کې اصلي خوند جنسي نه، بلکې د واک او برلاسۍ احساس دی. دا کار انسان ته د بل چا د وېرولو او تر فشار لاندې راوستلو احساس ورکوي.

له ټولنې د لوړې کچې څخه تر ټیټې کچې پورې، په هره اداره او هره برخه کې همدا چلند روان دی. که څوک د سی ایس ایس ازموینه پاس کړي، ولې ډېری پولیسو ته ځي؟ ولې د موټر پر شا «اېډووکېټ»، «د آی جي دفتر» یا «ژورنالیست» لیکي؟ ولې د نوم ترڅنګ دندې، لقبونه او قومونه زیاتوي؟ د ډاکټرانو چلند وګورئ، چې د خپلو علمي سندونو ترڅنګ «RMP» هم لیکي، حال دا چې دا یوازې د «راجستر شوي طبي متخصص» معنا لري، کومه علمي درجه نه ده، خو د سندونو کرښه لږه اوږده ښکاره کوي.

د رعب، واک او کنټرول دا طریقې هر ځای لیدل کېږي. خو د مزدور او بېوزله طبقې ځوانان څه وکړي؟ پر چا خپل زور وښيي؟ هغوی د ژوند په هر پړاو کې سپکېږي. له ماشومتوبه، چې خراب او بې‌کیفیته د لوبو تومانچې پرې په دوکه پلورل کېږي، تر بابا فرید د عرس پورې چې د پولیسو له خوا څپېړې خوري، او بیا په سیاسي غونډو کې چې د سټېج پر سر یې جامې څېرېږي؛ هر ځای د سپکاوي تجربه کوي. د بابا فرید د عرس ویډیوګانې وګورئ، د «بهشتي دروازې» مخې ته زائرین څپېړې خوري، خو بیا هم په خوښۍ مخکې روان وي. همدا چلند د خیرات د وریجو د اخیستو پر مهال هم ورسره کېږي.

تاسو که د اوسپنې دروازه جوړوئ، تشناب ته ټایلونه لګوئ، د اوبو پایپونه بدلول غواړئ، یا موټر ترمیموئ، ډېر احتمال لري چې مستري به ستاسو ټول انسان‌دوستي، برابري غوښتنه او نېک نیت په یوه شېبه کې بې‌ارزښته کړي. ځکه هغوی ته دا نه ده ور زده شوې چې له خلکو سره ښه چلند هم یو ارزښت دی.

زموږ لپاره د ژوند یوازې دوه ماناوې پاتې دي: یا به د چا تر اغېز لاندې یو، یا به نور تر خپل اغېز لاندې راوړو. یا به تنګ کېږو، یا به نور تنګوو. یا به سپکېږو، یا به نور سپکوو. په همدې دلیل، د مزدورې طبقې د ځینو ځوانانو لپاره د خپل زور ښودلو تر ټولو اسانه هدف هغه نجونې او ښځې ګرځي چې کالج ته روانې وي. هغوی پوهېږي چې په ډېرو ځایونو کې کمرې لګېدلې دي، خو دا یې نه منع کوي، بلکې د ماجراجویۍ احساس یې لا پسې زیاتوي.

باور وکړئ، موږ یوازې بد خلک نه یو؛ موږ د ټولنې له دننه تر ډېره بریده ورستېدلي یو. ښايي همدا لامل وي چې زموږ د خپلو نظریو او شعارونو عظمت ډېر وي، خو عملي چلند مو له هغو سره هېڅ سمون نه لري.