په نوکنډۍ کې د ریکوډک له لوري د سوداګرو د ظرفیت لوړولو روزنه ترسره شوه

0
83

د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ په نوکنډۍ کې د ریکوډک مایننګ شرکت (RDMC) د ځایي سوداګرو او عرضه کوونکو لپاره د وړتیا لوړولو لومړنی روزنیز پروګرام پای ته رسولی دی.

د شرکت په وینا، د دې پروګرام موخه دا وه چې د چاغي او د بلوچستان نورو سیمو سوداګر د شرکت د تدارکاتو له کړنلارې، د داوطلبۍ له اصولو او د پروژې له سوداګریزو فرصتونو سره بلد شي، څو وکولای شي په راتلونکو قراردادونو کې په اغېزناک ډول ګډون وکړي.

په لومړي پړاو کې د لومړیتوب لرونکې سیمې (P1) لسو شرکتونو استازو ګډون کړی و. دغه استازي د همئي، مشکي چاه، دوربن چاه، نوکچاه، حمل آپ، کرتاکه او کچاؤ له سیمو څخه وو. شرکت ویلي، په راتلونکو پړاوونو کې به دا روزنیز پروګرام د لومړیتوب دویمې سیمې (P2) ته هم وغځول شي، چې تفتان، سیندک، نوکنډۍ، یک مچ، دالبندین او چاغي ټاون به پکې شامل وي.

څلور ورځنۍ روزنه د تدارکاتو د تګلارو، د عرضه کوونکو د ثبت او برېښنايي سیستم کارونې، د نرخ غوښتنې، داوطلبۍ چمتو کولو، تخنیکي شرایطو، د لګښتونو جدول، لېږد رالېږد، مالیاتو، بیلونو، تادیاتو او د داوطلبۍ د ارزونې پر مهال د عامو تېروتنو د مخنیوي په اړه ترسره شوه.

د روزنې ګډونوالو ته دا فرصت هم برابر شو چې د شرکت د تدارکاتو له ټیم سره مخامخ خبرې وکړي او د ریکوډک پروژې د اړتیاوو او معیارونو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړي.

د ریکوډک مایننګ شرکت د عرضې ځنځیر مدیر، خوان اینسلن، ویلي چې د پیاوړي او سیال ځایي عرضه کوونکي شبکې جوړول د پروژې د اوږدمهاله بریا لپاره مهم دي او شرکت هڅه کوي د چاغي او بلوچستان سوداګر د پروژې له اقتصادي فرصتونو برخمن کړي.

د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د ګډون سندونه ورکړل شول. د نوکچاه د «انووکس سلوشن» شرکت استازي مرتضی بلوچ وویل، دې روزنې دوی ته د شرکت د تدارکاتو د اصولو او د داوطلبۍ د بهیر په اړه روښانه معلومات ورکړل او د راتلونکو فرصتونو لپاره یې چمتووالی پیاوړی کړ.

د چاغي مرستیال کمېشنر جهانزیب نور شاهواني او د تفتان مرستیال کمېشنر عبدالله کشاني هم د روزنیز پروګرام لیدنه وکړه او د ځایي سوداګرو د وړتیا لوړولو لپاره یې د شرکت هڅې وستایلې.

د شرکت په وینا، د دې پروګرام موخه دا ده چې د چاغي او بلوچستان ځایي سوداګر د ریکوډک پروژې د تدارکاتي بهیر برخه وګرځي او د پروژې د جوړېدو او فعالیت په موده کې ترې دوامدارې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.