راپور: په افغانستان کې د ښځو سوداګریز فعالیتونه د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوي

0
97

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د هغو ښځو شمېر چې د سوداګرۍ رسمي جوازونه لري، د تېرو پنځو کلونو په پرتله نږدې لس چنده زیات شوی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، اوس له لس زرو څخه ډېرې ښځې رسمي سوداګریز جوازونه لري، په داسې حال کې چې تر ۲۰۲۱ کال مخکې د جواز لرونکو ښځو شمېر یوازې له ۶۰۰ تر زرو پورې و.

د افغانستان لپاره د UNDP مرستیال استازي دوېل مکرجي ویلي، که څه هم د ښځو سوداګریز فعالیتونه ډېر شوي، خو دا د ښځو د حقونو د پراخېدو نښه نه ده، بلکې د سختو محدودیتونو له امله ښځې سوداګرۍ ته اړې شوې دي. د هغه په وینا، ډېری هغه ښځې چې غوښتل یې انجینرانې، وکیلانې او یا د نورو مسلکونو غړې شي، اوس د غالیو اوبدلو، لاسي صنایعو او د صابون جوړولو په څېر کارونو ته مخه کړې ده.

نوموړي وویل، د UNDP له لوري له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۹۰ زرو څخه ډېرو کوچنیو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو سره د مالي مرستو، وسایلو او روزنې مرسته شوې، چې ورسره د دغو بنسټونو عاید شاوخوا ۲۵ سلنه او د ښځینه کارکوونکو عاید ۱۵ سلنه لوړ شوی دی.

د راپور له مخې، په مزارشریف کې د نصیرا عزیزي په نوم یوه ځوانه سوداګره، چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې، د UNDP په مرسته دوه د غالیو د اوبدلو کارخونې جوړې کړې او اوس شاوخوا ۴۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابروي.

UNDP وایي، د اسلامي مالي خدمتونو د پراختیا لپاره یې لسګونه افغان مالي کارپوهان روزلي او د سود له اخیستو پرته د شریعت له اصولو سره سم د تمویل نوې لارې یې رامنځته کړې، څو ښځینه سوداګرې وکولای شي خپلې چارې پراخې کړي.

دغه اداره زیاتوي، د پورونو د تضمین ځانګړي پروګرام له لارې زرګونو کوچنیو سوداګریزو بنسټونو ته پورونه برابر شوي، چې په پایله کې تر ۳۷ زرو ډېرې دندې خوندي شوې او له ۱۳ زرو څخه زیاتې ښځې پکې په کار بوختې دي.

د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې UNDP ویلي، د کلیوالو سپما او پور ورکولو ډلې یې هم ډیجیټلي کړې دي. د څلورو ولایتونو په کچه ۱۶۶۷ ډیجیټلي ډلې جوړې شوې، چې د ګډونوالو ۶۸ سلنه یې ښځې دي او د مالي راکړې ورکړې اسانتیاوې یې ډېرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، د ښځینه سوداګرو د ستونزو او اړتیاوو د ښه درک لپاره یې له درې زرو څخه د ډېرو ښځو مرکې هم کړې دي، او د همدې څېړنو پر بنسټ یې خپلې مرستندویه او مالي تګلارې جوړې کړې دي.

یادې ادارې ټینګار کړی، چې هڅه کوي ښځو ته د پانګې ترلاسه کول، ډیجیټلي تادیات او د سوداګرۍ اسانتیاوې لا پراخې کړي، څو د افغانستان په اوسنیو سختو شرایطو کې د ښځو اقتصادي فعالیتونه دوام ومومي.