پاکستان له چین سره د خرو د غوښې صادرات پیل کړل؛ لومړۍ ۲۷ ټنه جوپه ورسېده

0
94

پاکستان د لومړي ځل لپاره چین ته د خرو د غوښې سوداګریز صادرات پیل کړي دي. د راپورونو له مخې، شاوخوا درې اوونۍ مخکې د ګوادر له شمالي ازادې سوداګریزې سیمې څخه استول شوې ۲۷ ټنه کنګل شوې غوښه چین ته رسېدلې او د دغه هېواد بازار ته وړاندې شوې ده.

هغه چینايي شرکت چې د دغو صادراتو جواز لري، ویلي په لومړي پړاو کې یې ټول چمتو شوی کنګل شوی غوښه چین ته لېږلې او غواړي په راتلونکو میاشتو کې دا کچه تر میاشتني ۴۰ کانټینرونو پورې لوړه کړي.

د پاکستان حکومت د روان کال په اپرېل کې چین ته د خرو د غوښې او پوستکو د صادراتو قانوني اجازه ورکړه. دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا، قرنطین او صادراتي معیارونو له بشپړې ارزونې وروسته شوې ده.

د شرکت د چارواکو په وینا، د خرو د روزنې لپاره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې شپږ فارمونه فعال دي او اته نور د جوړېدو په حال کې دي. روزل شوي خره د ګوادر ځانګړې اقتصادي سیمې ته لېږدول کېږي، چې هلته په ځانګړي مسلخ کې حلالېږي، پروسس کېږي او بیا چین ته صادرېږي.

چارواکي وایي، د خرو د غوښې د پروسس او بسته‌بندۍ ټول بهیر یوازې د ګوادر په ازاده سیمه کې ترسره کېږي. د دوی په خبره، دا کار ځکه محدود شوی چې د پاکستان د حلالې غوښې پر نورو صادراتو، په ځانګړي ډول د خلیجي هېوادونو لپاره، د شک او اندېښنې زمینه رامنځته نه شي.

د شرکت په وینا، د ګوادر ازاده سیمه د ګمرک، د نشه‌يي توکو ضد ادارې او نورو امنیتي بنسټونو تر کلکې څارنې لاندې ده. د غوښې کانټینرونه د دولتي ادارو له مهر وروسته مستقیم بندر ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه چین ته صادرېږي، نو د کورني بازار ته د دې غوښې د رسېدو امکان نه شته.

بل لور ته، ځینې سوداګریز کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د خرو منظم نسل‌اخیستنه او فارمونه پراخ نه شي، نو د چین د لوړې غوښتنې پوره کول به ستونزمن شي او ښايي په راتلونکي کې د پاکستان دننه د خرو شمېر هم کم شي. دوی سپارښتنه کوي چې د صادراتو تر پراخېدو مخکې باید د خرو د روزنې بنسټیزه پانګونه زیاته شي.