د امریکا هوايي بریدونه پر ایران شپږمې پرله‌پسې ورځې ته وغځېدل؛ د چاودنو او مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي

0
70

د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ په دوام، امریکايي ځواکونو د شپږمې پرله‌پسې ورځې لپاره د ایران پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا، د دغو عملیاتو موخه د ایران د پوځي وړتیاوو کمزوري کول او د هغه پوځي بنسټونو ته زیان رسول دي. سینټکام ویلي چې دا عملیات به د اړتیا تر کچې دوام ومومي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هرمزګان ولایت د بندر خمیر ښار یو مهم پل د شپې ناوخته په برید کې په نښه شوی او سخت زیان یې لیدلی دی. د دغو راپورونو له مخې، په دې برید کې اووه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي، چې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د کیهوارستان پل او د بندر عباس ښار یوه استوګنیزه سیمه هم د بریدونو هدف ګرځېدلې، چې له امله یې ملکي تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.

بلخوا، د ایران تسنیم خبري اژانس ادعا کړې چې د بندر عباس ښار ته نږدې پر یوه غره ولاړ مخابراتي برج هم په برید کې زیانمن شوی، چې له امله یې د ښار په ځینو برخو کې د برېښنا جریان پرې شوی دی.

تر اوسه امریکايي چارواکو د بریدونو د دقیقو هدفونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو سینټکام ټینګار کړی چې د ایران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره به عملیات روان وي.

په همدې حال کې ایراني چارواکو ویلي چې د بریدونو د زیانونو او پایلو د ارزونې بهیر یې پیل کړی او د نورو معلوماتو له ترلاسه کېدو سره به یې له رسنیو سره شریک کړي.