د ایران روغتیا وزارت: امریکايي بریدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ ډېر ټپیان دي

0
91

د ایران د روغتیا وزارت وایي، د جون له ۲۲مې نېټې راهیسې د امریکا له لوري په ترسره شویو پوځي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند حسین کرمان‌پور په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې د ټپیانو په ډله کې ۲۲ ښځې هم شاملې دي، او د وژل شویو له ډلې درې ښځې دي.

د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په زیانمن شویو کسانو کې ماشومان هم شته. د وزارت په وینا، د ۱۸ کلونو څخه کم عمره ۹ ماشومان ټپیان شوي او یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایراني چارواکو دا بریدونه د ملکي وګړو پر وړاندې جدي ګواښ بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د روان وضعیت په اړه اقدام وکړي.

بل لور ته، امریکايي چارواکو تر اوسه د ایران د روغتیا وزارت د دغو شمېرو او څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او دغه ادعاوې هم تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوې.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم روان دی او دواړه لوري د یو بل پر ضد د بریدونو او ځوابي عملیاتو ادعاوې کوي.