د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن د حوثي ډلې وروستیو بریدونو پاکستان اندېښمن کړی او داسې اټکل کېږي چې د منځني ختیځ د کړکېچ د پراخېدو په صورت کې به اسلاماباد هم له نوو امنیتي او ډیپلوماتیکو ننګونو سره مخ شي.
راپور وایي، پاکستان له سعودي عربستان سره د ګډې دفاعي همکارۍ تړون لري او د همدې تړون له مخې یې یو شمېر پوځیان او پوځي الوتکې په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کړي دي. د شنونکو په باور، که د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ نښتې لا پراخې شي، نو پاکستان به د خپل امنیتي تړون له امله له سختو پرېکړو سره مخامخ شي.
د راپور له مخې، پاکستان تر دې وړاندې هم پر سعودي عربستان د هر ډول احتمالي برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو د وروستیو پېښو له امله دغه اندېښنې لا زیاتې شوې دي.
رویټرز د یوه پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي چې د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو ایراني چارواکو ته ویلي، که پر سعودي عربستان برید وشي، اسلاماباد به هغه د خپلې امنیتي ژمنې له مخې جدي وګڼي.
ورسره ویل شوي چې د سیمې روان کړکېچ ښايي د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو د رغولو لپاره د پاکستان د منځګړیتوب هڅې هم له ستونزو سره مخ کړي، ځکه د تاوتریخوالي زیاتوالی د ډیپلوماټیکو هڅو پر بریا اغېز کولای شي.


