د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان، ایران او تاجکستان د استازو په درېاړخیزه غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني ترانزیتي دهلېز پر جوړېدو هوکړه شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د ترانزیتي همکاریو د پراختیا او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني لېږد رالېږد د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه. د افغانستان پلاوي مشري د سړکیز ترانسپورټ د هوکړو او قوانینو د څانګې مشر یار محمد رمضان کوله.
د خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو د ترانسپورټ، بار لېږد، سوداګریزو اسانتیاوو او د ګډو ګټو په نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وکړې.
وزارت زیاتوي، د شوې هوکړې له مخې به په راتلونکې کې د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له خاورې د ترانزیت له لارې یو بل هېواد ته ولېږدول شي، چې تمه ده د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیتي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.


