د افغانستان د مالیې وزارت د مالیاتو په نظام کې د نویو اسانتیاوو او بدلونونو اعلان کړی، چې موخه یې د خصوصي پانګونې هڅول، اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکول، د کار فرصتونه زیاتول او پر خلکو د مالیاتو بار کمول بلل شوي دي.
د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند وویل، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د مالیاتو په برخه کې څو ځله اسانتیاوې رامنځته شوې دي او وروستي بدلونونه هم د همدې تګلارې دوام دی. د هغه په وینا، حکومت غواړي د سوداګرۍ لپاره مناسب چاپېریال برابر، تولید او صادرات زیات او اقتصادي ثبات پیاوړی کړي.
د اداري چارو مرستیال رئیسالوزراء مولوي عبدالسلام حنفي وویل، نوې تګلاره د شرکتونو، انفرادي مالیه ورکوونکو، د ملکیتونو د لېږد او د تېلو او ګازو د سکټور لپاره ځانګړي بدلونونه لري.
د اعلان شویو بدلونونو له مخې، د کانونو له سکټور پرته د شرکتونو، روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د عایداتو مالیه له ۲۰ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راټیټه شوې ده. همدارنګه هغه کسان چې کلنی عاید یې تر ۱۲۰ زره افغانیو پورې وي، له عایداتي مالیې معاف شوي دي، په داسې حال کې چې مخکې دا حد ۶۰ زره افغانۍ و.
دغه راز، د ملکیتونو د لېږد مالیه له یو سلنې څخه نیم سلنې ته راکمه شوې او د تېلو او ګازو پر لویو واردوونکو د هر ټن په سر ۵۰ افغانۍ ټاکلې مالیه لګېدلې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت ویلي، د دغو بدلونونو له امله به په ځینو برخو کې د مالیاتو بار نږدې نیمايي ته راکم شي، چې تمه ده ورسره پانګونه، سوداګریز فعالیتونه او د کار فرصتونه زیات شي.
اقتصادي شنونکي باور لري، که له دغو بدلونونو سره د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال، بنسټیزې اسانتیاوې او اداري اصلاحات هم دوام ومومي، نو دا به د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې مثبت اغېز ولري.


